کابل کې د سیاسي او اقتصادي ډیپلوماسۍ ترافیک؛ له سیمې او نړۍ سره د سرپرست حکومت د هڅو پایله ده

کابل- ایرنا- د افغانستان پلازمېنه کابل کې په دې وروستیو کې د سیمې او نړۍ د هېوادونو د سیاسي او اقتصادي دیپلوماتانو او استازو ګڼه ګوڼه ده.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ نن له غرمې مخکې د کابل هوايي ډګر ته د قزاقستان د لوړ پوړي پلاوي په راتګ او په تېرو ورځو او اونیو کې د نورو بهرنیو چارواکو په کتنو کې، موږ د افغانستان پلازمېنه کې د سیمې او نړۍ د هېوادونو د سیاسي او اقتصادي ټیمونو د پام وړ او ارزښتناک حضور شاهدان یو.

په تېرو دوو اونیو کې د سیمې او نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو سیاسي او اقتصادي دیپلوماتانو او استازو افغانستان ته تګ راتګ پیل کړی دی او د افغانستان د سرپرست دولت سره یې خبرې اترې کړې او پرې بوخت دي.

په تېره روانه اوونۍ کې د ایران اسلامی جمهوریت، روسیې، ترکمنستان، مالیزیا او قزاقستان سیاسی او اقتصادی ډیپلوماتان په کابل کې د سختو ترافیکو سبب شوی دی.

اوس د مالیزیا د لومړي وزير د ځانګړي استازي په مشرۍ يوه پلاوي په کابل کې د سرپرست دولت له لوړ پوړو چارواکو سره کتلي او په تېرو دوو کلونو کې يې د خپلو مثبتو لاسته راوړنو پخلى کړى دى.

تېره اوونۍ د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د نړيوال سازمان يوه پلاوي په کابل کې څو غونډې وکړې.

د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر او د رییس الوزار له سیاسي مرستیال سره په کتنه کې د کابل او مسکو ترمنځ د همکاریو د پراختیا پر لارو چارو خبرې وکړې.

د ترکمنستان اقتصادي پلاوی هم د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ د سرپرست وزیر له هرکلي سره د دواړو هېوادونو د اقتصادي ژمنو د تعقیب په موخه کابل ته راغلی دی.

د سيمې او نړۍ د يادو هېوادونو ډيپلوماټانو د افغانستان د سرپرست دولت له چارواکو سره په خپلو ليدنو کې له افغانستان سره پر مثبتو تعاملاتو، د اړيکو پر پراختيا ټينګار وکړ او له افغانستان سره يې په دغه سازمان کې د څوکۍ د ورکړې، د امریکا له لوري د افغانستان د بهرنیو اسعارو زیرمې د خلاصون او د افغانستان سره د هېوادونو دوه اړخیز تعامل غوښتنه وکړه.

سره له دې چې د افغانستان سرپرست دولت لا هم د لوېدیځ او په ځانګړې توګه د امریکا د متحدو ایالتونو تر فشارونو او یو اړخیزو بندیزونو لاندې دی، خو لا هم ارام نه دی او د محدودو منابعو په لرلو سره یې په تېرو دوه نیمو کلونو کې بنسټیز ګامونه پورته کړي دي، د هېواد د بنسټيزو تاسيساتو د بيارغاونې او اقتصادي سوکالۍ لپاره يې د سيمې او نړۍ له هېوادونو هم وغوښتل، چې د دغه هېواد له شته فرصتونو څخه ګټه واخلي او د دغه هېواد په کانونو او زېربناوو کې پانګونه وکړي.

په افغانستان کې د سیمې او نړۍ د هېوادونو د رنګارنګ ډیپلوماټانو شتون د دې ښکارندویي کوي چې د سرپرست دولت کړنې په بېلابېلو ابعادو په تېره بیا په ټول هېواد کې د امنیت د تامین، د داعش په څېر د ترهګرو ډلو د ځپلو د نشه یي توکو کر،قاچارق او تولید پر ضد جدي مبارزه، د معتادینو راټولول، د لویو اقتصادي او ساختماني پروژو پرانیستل، د افغانستان د کانونو استخراج او لسګونه نورې مثبتې پېښې د سیمې او نړۍ هېوادونه دې ته اړ کړي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او هر یو یې هڅه کوي تر څو له افغانستان سره د تعامل کاروان شاته پاتې نه شي او په افغانستان کې د دوی راتلونکې ګټې تضمین کړي.
د افغانستان د سرپرست دولت اغېزناکو او ګټورو اقداماتو او همدارنګه د سیمې او نړۍ د هېوادونو پرله پسې بلنو اوس سیمه او نړۍ دې ته لېواله کړې، چې لا ډېر متقابل عمل وکړي او په دغه هېواد کې له رامنځته شویو فرصتونو د خپلو پالیسیو په چوکاټ کې ګټه پورته کړي. 

د سیمې او نړۍ ځینې هیوادونه دې درک ته رسېدلي چې اوسنی افغانستان د خپلو طبیعي زیرمو او د سرپرست دولت لپاره د مناسب بدیل د نشتوالي له امله له اوسني دولت سره د تعامل په چوکاټ کې د پانګونې لپاره غوره فرصت دی. د دې هېواد د اقتصادي پالیسۍ له مخې، د افغانستان د سرپرست دولت د پېژندلو په برخه کې باید ګامونه پورته شي او د دغه هېواد له شته شتمنیو او فرصتونو څخه کافي ګټه پورته کړي.

په تېرو دوو اوونيو کې په کابل کې د سيمې او نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د سياسي ډيپلوماتانو او اقتصادي پلاوو د ګڼې ګوڼې لړۍ سياسي کړۍ دې پايلې ته رسوي چې د يوه باثباته، هوسا او ټول شموله راتلونکي لپاره د هيلې يوه کړکۍ شته، له نړۍ او هېوادونو سره د افغانستان پراخ تعامل، لوېديځ هېوادونه د دې پر ځای چې د افغانستان له اوسني حکومت سره د تعامل د نه کولو لپاره بېلابېلې بهانې وکړي، د مقابلې پر ځای اړ دي، چې تعامل ته ترجيح ورکړي او خپلې ګټې خوندي کړي او افغانستان د خپلو اړيکو د پراختيا په سيوري کې وساتي.

اوس د سیمې او نړۍ هېوادونه کولای شي چې په افغانستان کې له رامنځته شوي فرصت څخه په استفادې په دغه هېواد کې د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصادي سیاست په سیوري کې خپلې ګټې تضمین کړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .